په میدان وردګ ولایت کې سلګونو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو ویش پیل شو

د غوایي میاشتې په ۱۷ مه نیټه په میدان وردګ ولایت کې ۵۴۳ بېځایه شويو او اړمنو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو ویش پیل شو. یادې مرستې، چې د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لورې چمتو شوې دي، چې هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو سیټ لوښي، ۲ تخته کمپل، ۲ تخته ترپال او ۲ د اوبو بشکه پکې شاملې دي، چې یادې کورنۍ به دیاد ولایت په جلریز، نرخ ولسوالیو او په مرکز کې د څو ورځو په ترڅ کې به یې ترلاسه کړي.