په بلخ کې په سلګونو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې
د غوایي میاشتې په ۱۵ مه نیټه په بلخ ولایت کې د ایران او پاکستان څخه په جبري ډول ۵۰۰ راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.
یادې مرستې د بلخ والي د لارښوونې پر اساس او د ولایتي ادارې د اړوند بنسټونو په حضور کې هغو ۵۰۰ کورنیو ته، چې له ایران او پاکستان څخه په زور ایستل شوې وې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریژې او یوه تخته کمپل توزیع شول.
د بلخ د کډوالو رییس مولوي اسدالله وفا د مرستو د وېش پر مهال وویل: دا کورنۍ په ناڅاپي توګه او بې له کومې چمتووالي له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل شوې وې او په سخت معیشتي وضعیت کې یې قرار درلوده.
هغه زیاته کړه: نننۍ مرستې د هغو مرستو یوه برخه ده، چې په راتلونکو اوونیو کې به هم دوام وکړي. د مهاجرینو اداره هڅه کوي، چې هره اوونۍ ۵۰۰ نورو کورنیو ته هم خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر کړي، ترڅو د دوی لومړنۍ اړتیاوې مهیا شي.
یاده دې وي، چې دا مرستې د ورور او دوست هېواد قزاقستان له لوري راستنېدونکو مهاجرینو ته ځانګړې شوې وې، چې په ټولیزه توګه، ۴ زره بوجۍ اوړه، ۸ زره او ۷۲۰ بوجۍ وریژې، زر تختې کمپلې او ۱۰۰ دانې خیمې پکې شاملې دي، چې په تدریجي ډول به د بلخ ولایت راستنېدونکو کورنیو ته ووېشل شي.