په پکتیکا ولایت کې ۲۱ کورنیو ته نغدي مرستې وویشل شوې

sadam_morr
د غوایي میاشتې په ۱۳ مه نیټه په پکتیکا ولایت ۲۱ جبري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې وویشل شوې.
یادې شوې کورنۍ، چې مخکې سروې او پېژندل شوې وې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون د مالي کمیټې له لوري هر کورنۍ ته ۲ زره افغانۍ، چې په مجموعي ډول یو لک ۹۸ زره افغانۍ ورته وویشل شوې.