د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره وکتل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۲۰:۶
-
په دې ناسته کې چې له آغلې اوتنبایوا سره په سیاسي چارو کې د نوموړې مرستیالې هم ملتیا کوله د افغان کډوالو، کورني بیځایه شوو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په هکله خبرې وشوې.
د یوناما مشرې د کډوالو او کورني بیځایه شوو په اړه د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ وروستۍ تخنیکي ناسته وستایله او له کډوالو سره یې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ او یادونه یې وکړه چې ددې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.
د آغلې اوتنبایوا په وینا چې یوناما هڅه کوي څو له اسلامي امارت سره په شریکه د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره اغېزمن کار وکړي.
د ناستې پر دوام د یوناما مشرې زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.
همدارنګه نوموړې په بیلابیلو برخو کې له اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پرمټ حل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا له شوو مرستو یې مننه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډیرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او همدارنګه کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د ویش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښار ګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر کډوالو ته د مرستو د کچې پر لوړیدو ټینګار وکړ او وې ویل، چې د مهاجرینو د ښارګوټو په روغولو کې د ملګرو ملتونو سازمانونه ونډه واخلي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته تیار دی.
د نوموړي په وینا چې اسلامي امارت د افغان خاورې امنیت تضمین کړی او د ګاونډیو په ګډون نړۍ ته له افغانستان څخه ضرر نه دی متوجه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته