په فاریاب ولایت کې یو ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

sadam_morr
-
د غویي میاشتې په ۷مه نیټه د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ گردي میرشکار کلي کې د کډوالو الو راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او ولایتي چارواکو په شتون کې یو ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا ښوونځۍ چې ۱۳ درسي ټولګي لري په دوو پوړونو کې د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښتد همکارو بنسټونو په مالي مرسته جوړ شوی دی.
د یاد ولایت د کډوالو رییس ملا سیف الدین جهادي د کډوالو وزارت مسلکي معین، د پوهنې او اقتصاد ریاستونو رییسانو له هڅو او مننه وکړه او له کلیوالو یې وغوښتل، چې د دې ښوونځۍ په ساتنه او پالنه کې هڅه وکړي.