پکتیا: د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د دارالقرار ښارګوټي جوړولو عملي چارې پیلېږي

sadam_morr
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت، د راستنېدنې او بیا میشتېدنې رئیس مولوي شکرالله شاکر په مشرۍ ددغه وزارت پلاوي پکتیا ولایت ته سفر وکړ، ترڅو له ځایي چارواکو سره د مهاجرینو لپاره د دارالقرار ښارګوټي د جوړېدو د عملي کارونو په اړه خبرې وکړي
په دغه سفر کې، چې د قطر سرې میاشتې استازو هم ګډون درلود، د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد، د هغه مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین او یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو سره ددغه ښارګوټي اړوند په مهمو تخنیکي مسایلو بحث وشو
دغه ښارګوټی د قطر سرې میاشتې په توسط، په قابو ٤٠٠ جریبه ځمکه جوړېږي، چې ١٠٠ بابه اساسي کورونه، مسجد، مدرسه او شنه تفریحي سیمه به هم ولري
یاد پلاوي د پکتیا ولایت د مرستیال والي او اړوندو مسؤلینو په ملتیا د ښارګوټي ټاکل شوې ساحه له نږدې وڅارله او د تطبیق لپاره یې لازمې مقدماتي ارزونې ترسره کړې
د چارواکو په وینا، چې دا پروژه به نه یوازې د مهاجرینو لپاره د سرپناه بلکې په کاري فرصتونو او اقتصادي پرمختګ کې به هم مهمه ونډه ولري