د کډوالو د ستونزو د حل په موخه په جوزجان ولایت کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

sadam_morr
د غوایي میاشتې په ۷ مه نیټه په جوزجان ولایت کې د ګاونډیو هیوادونو څخه د جبري راستنیدونکو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه د ترکیې د دینز فنري او نصرت الإنسان خیریه بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
د جوزجان د مهاجرینو رییس ملا امان الله طلحه په دې غونډه کې وویل: جبري راستنیدونکي د خوراکي توکو، پاکو اوبو او سرپناه ته اړتیا لري او د خیریه بنسټونو مرستې په دې برخه کې اړینې دي.
هغه له دوی څخه د خوراکي او غیرخوراکي مرستو غوښتنه وکړه. د عونډې ګډونوالو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.