په بلخ ولایت کې د راستنېدونکو لپاره د ځمکې د ویش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
-
د بلخ والي الحاج محمد یوسف وفا په هدایت او د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي کې د ځمکې ویش د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پیل شو. دا ښارګوټی به ۳۱۵۰ رهایشي نمرې، ۱۹ جوماتونه، ۱۰ ابتدايي ښوونځي، کلینیکونه، روغتون، پارکونه او نورې اسانتیاوې ولري. غونډه کې د کور او ښار جوړونې وزیر او نورو چارواکو د کډوالو د خدمت او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه. والي وویل: دا د مظلومو کډوالو خدمت لپاره لوی ګام دی او له بهرنیو هېوادونو څخه د افغانانو د راستنېدو هیله یې څرګنده کړه.
د غونډې په پای کې د درېیو کسانو لپاره د ځمکې ویش پیل او د بنسټ ډبره کېښودل شوه.