په جوزجان ولایت کې نږدې زرو کورنیو ته د نغدي مرستو ویش پیل شو

sadam_morr

په جوزجان ولایت کې ۹۴۰ راستنیدونکو کورنیو ته د نغدي مرستو ویش د غویی په ۲ نیټه پیل شو.
پورته ذکر شوې کورنۍ مخکې د کډوالو چارو ولایتي ریاست لخوا د فیض آباد، خانقاه، اقچه او د جوزجان په مرکز کې د همکار موسساتو سره په همغږۍ پیژندل شوې وو.
تمه کیږي چې هرې کورنۍ ته به په څو ورځو کې د وزارت د همکارې موسساتو څخه ۲۱،۹۵۵ افغانۍ ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې ذکر شویو کورنیو په تیرو دوو دورو کې هم نغدي مرسته ترلاسه کړې وی