په کابل ښار کې له زر زیاتو مستحقو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

sadam_morr
پرون سه شنبه د ١٤٠٤ لمریز کال د ثور میاشتې په ٢ مه نېټه، د کابل ښار ۱۱ او ۱۵ ناحیو کې ۱۰۲۴ مستحقو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.
هرې کورنۍ ته د ۲۹۰۰ افغانیو نغدي مرسته او د تغذیې یوه بسته، د وزارت همکارې مؤسسې له خوا، د کابل د مهاجرینو ریاست تر پېژندنې وروسته ووېشل شوه.
په ورته ورځ د کابل ښار د ۱، ۱۳ او ۱۸ ناحیو کې هم ۶۳۷ تنو مستحقو کسانو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
هر یوه ته د ۲۹۰۰ افغانیو نغدي مرسته او د تغذیې یوه بسته، د وزارت له همکارې مؤسسې له خوا، تر پېژندنې وروسته ورکړل شوه.