بلخ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره لنډمهاله میشت غالی جوړ شو

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په لومړۍ نیټه د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا په لارښوونه د مزارشریف ښار ختیځ لوري دروازې سره د پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یو لنډمهاله میشت غالی جوړ شو. د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو رییس الحاج مولوي اسدالله وفا وویل، د والي په مشرۍ د یوې ګډې کمېټې له‌خوا دا پنډغالی جوړ شوی، چې راستنېدونکو کډوالو ته به لنډمهاله سرپناه، درې وخته خواړه، پاکې اوبه، روغتیایي خدمات، ۲۴ ساعته امبولانس او نور اړین سهولتونه برابر کړي.
دا میشت غالی به د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو راستنېدونکو کډوالو لپاره د لومړنیو مرستو، د مهاجرت اسنادو ثبت او ستړیاوو رفع کولو مرکز وي، چې وروسته به خپلو سیمو ته لېږدول کېږي.