د کابل په ښار کې له ۳ زرو ډېرو کسانو سره مرسته وشوه
د وري میاشتې په ۳۱ مه نیټه د کابل ښار په ۱۱، ۱۵، ۱۶ ناحیو کې له ۳ زره او ۴۳ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې شوې کورنۍ، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې سروې شوې وې، هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.
د یو بل خبر له مخې د وري په ۳۱ مه نیټه د کابل ښار په ۱۴ او ۱۶ ناحیه کې له ۲۰۸ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وشوه.
یاد شوي کسان، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې سروې شوي وو، هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه