د کډوالو چارو وزارت اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونيزه اداري غونډه د وزارت د مالي او اداري معين محترم شيخ کليم الرحمن فاني په مشرۍ او د مرکزي ریيسانو او خپلواکو امرينو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې محترم فاني د پاکستان هېواد ته د خپل سفر په اړه غونډې ته معلومات ورکړل، هغه يې د لاسته راوړنو ډک سفر وباله او د مهاجرينو ستونزو حلولو لپاره يې يو مناسب فرصت وګاڼه.
په دې غونډه کې د تېرې غونډې د پرېکړو د تعقيب، د سرحدي ولايتونو د امريتونو د تېلو ونډه او د هغو مهاجرينو په اړه بحث وشو، چې د امارت اسلامي له فتحې او د مهاجرينو ستونزو د حلولو عالي کمېسیون له جوړېدو مخکې هېواد ته راستانه شوي وو.
د وزارت مالي او اداري معين مسوولينو ته د چارو د لا ښه ترسره کولو، په ورځنيو کارونو کې د روڼتيا او صداقت په پام کې نيولو په اړه اړينې لارښوونې وکړې.