د کابل ښاروال د ننګرهار ولايت په تورخم فرضي کرښه کې د کډوالو لنډ مهالي میشت غالي څخه لیدنه وکړه

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم آخوند، د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معين مولوي سيد عصمت الله عاصم او د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو رييس حاجي باز محمد عبدالرحمن په ملتیا په تورخم فرضي کرښه کې کډوالو لنډ مهالي میشت غالي څخه ليدنه وکړه.
د کابل ښاروال وويل: د اړمنو هېوادوالو سره مرسته د ټولو وګړو ملي او ديني دنده ده او پر سوداګرو او ملي پانګوالو لازمه ده، چې په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.
هغه زياته کړه، چې د کابل ښاروالي د راستنېدونکو هېوادوالو سره مرستې ته چمتو ده، ځکه چې په سختو شرايطو کې مرسته د کابل او د ټولو افغانانو يو پخوانی دود دی.
د ننګرهار د مهاجرينو رييس د عمرې کمپ د يو شمېر ستونزو او ننګونو د حل لپاره ټولیز معلومات شريک کړل. همدا راز د کابل ښاروالۍ له هغو هڅو مننه وکړه، چې په کمپ کې يې پراختيايي کارونه کړي او د نورو بنسټيزو کارونو د ترسره کولو لپاره يې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د کابل ښاروالۍ چارواکو له لوري د یادو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د کابل ښاروالۍ چارواکو وايي، چې دوی چمتو دي؛ ترڅو د عمرې لنډمهالي میشا غالي په سړکونو د ډبرو فرش کولو، زينو جوړولو، د اوبو د څاګانو د کيندلو او د څښاک اوبو د زېرمو په جوړولو کې مرسته وکړي.