په سمنگان ولایت کې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو لسګونو کسانو ته نغدي مرسته وویشل شوه
په سمنگان ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د راپور له مخې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو ۳۵ نرینه او ښځینه و ته حرفوي زده کړې او نغدي مرستې وویشل شوې.
د یادو کسان له ډلې: ۱۵ تنه نرینه وو ته د موبایل جوړولو پروګرام لپاره هر یو ته ۷ زره او ۱۴۰ افغانۍ او ۲۰ ښځینه و ته د مالدارۍ پروګرام لپاره هرې یوې ته ۹ زره او ۶۹۰ افغانۍ د دوه میاشتو د ترانسپورت او خوړو په موخه د همکارو ادارو له لوري ووېشل شوې.