د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکــــبیر د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له شارژدافیر پير البرټ الساس سره وکتل.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۲۱:۴۴
_

په پیل کې ښاغلي پــــــير البرټ الساس له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ناروې حکومت د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان مهاجرینو لاس نیوی ته دوام ورکوي.
ښاغلي شارژدافیر په ځینو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې د بحث وړ مسایل باید د خبــــرو له لارې حل شي همدارنګه د اسلامي امارت او ناروې تر منځ یې مستقیمې اړیکې مهمې وبللې.
نوموړي د اسلامي امارت د عفوې عمومي فرمان د انتقام نه اخیستلو لپاره ګټور یاد کړ.
ښاغلي شارژدافیر په ناروې کې د افغانستان سفارت پرانستل کېدو ته په اشارې سره د کابل او اروپایي هېوادونو د ديپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګ او باور رامنځته کېدو لپاره د شته مسایلو حل ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې خپل نظر له محترم مولو عبدالکبیر سره شریک کړل.
د کډوالو او راستنېدنکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ناروې شارژدافیر ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې په بشري برخه کې د هغه هېواد له مرستو مننه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت له تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او افغان حکومت د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره هڅې کوې.
محترم مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه د کډوالو په جبري ډول ایستل د ټولو اصولو پر خلاف وبلل او په افغانستان کې یې په دایمي ډول د کډوالې د حل لپاره د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت کډوالو ته د دایمي سرپنا پلان تر کار لاندې لري او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو مرستې اړینې دي.
نوموړي افغانستان امن هېوا وباله او وې وویل، چې اسلامي امارت له نشه يي توکو سره کلکه مبارزه روانه کړې، د اداري فساد کچه ټېټه شوې او همدارنګه له افغان خاروې کوم لوري ته ضرر نه دی متوجه.
د ناستې پر دوام ښاغلي وزیر له اروپايي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته