د میدان وردک ولایت د راستنېدونکو له پاره د ځمکې د ویش ولایتي کمېټې غونډه جوړه شوه

sadam_morr
د وري میاشتې په ۲۴ مه نیټه د میدان وردک ولایت د کډوالو لپاره د ځمکې د ویش ولایتي کمېټې غونډه د ښار جوړونې د رییس په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون جوړه شوه.
د کډوالو او راستنېدونکو رییس مولوي عبدالرحمن هاشمي د ولایت په مرکز کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي نقشې او په نرخ ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مناسبې هدیرې د ټاکنې په اړه خبرې وکړې، چې د کمېټې له خوا تایید شوې.
په دې غونډه کې ګډونوالو په نرخ ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو د مېشت کولو لپاره د ځمکې د لېږد پروسې د چټکتیا په اړه هم بحث او خبرې اترې وکړې او د کرنې رییس د دې پروسې د چټکتیا په اړه ډاډ ورکړ.