په سمنګان ولایت کې د بېرته راستنو شویو مهاجرینو د مرستو د جذب کمېټې ناسته ترسره شوه
پرون شنبه د ١٤٠٤ لمریز مال د حمل میاشتې په ٢٣ مه په سمنگان ولایت کې د بېرته راستانه شويو مهاجرینو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې ناسته د یاد ولایت د والي په مشرۍ او د کمېټې د غړو په ګډون تر سره شوه.
په دې ناسته کې د بېرته راستانه شويو مهاجرینو د منلو، هغوی ته د رسېدنې او د دوی د اړتیاوو د پوره کولو په اړه بحث وشو.
د سمنگان والي ملا شعیب رسالت د کمېټې له غړو وغوښتل چې د مهاجرینو د ستونزو د هوارۍ په موخه لا ډېرې هڅې وکړي.