په ننګرهار کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو

sadam_morr
-

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي، چې د ننګرهار والي حاجي ملامحمد نعیم اخند، د ولایت مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس حاجي بازمحمد عبدالرحمٰن پکې شامل وو، د ننګرهار ولایت په قاسم‌اباد سیمه کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره یو نوی ښارګوټی په رسمي توګه پرانیست.
دا ښارګوټی، چې په ۳ رزه جریبه ځمکه جوړ شوی، د ۴ زره څخه زیاتو کډوالو کورنیو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري. دغه پروژه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د عزتمند ژوند د برابرولو او د هغوی د بیا مېشتېدنې په موخه پلان شوې ده. د ښارګوټي پرانیستې مراسمو کې چارواکو ژمنه وکړه، چې د کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره به نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د ننګرهار والي وویل: دا ښارګوټی د هغو هېوادوالو لپاره یو مهم ګام دی چې له ستونزو وروسته خپل وطن ته راستانه شوي. موږ ژمن یو چې د دوی لپاره د اوبو، برېښنا، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې کار وکړو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رییس حاجي بازمحمد عبدالرحمٰن وویل: د دې ښارګوټي جوړېدل د اسلامي امارت د هغې ژمنې یوه برخه ده، چې د کډوالو د عزتمندې راستنېدنې او د هغوی د ژوند د بیا رغونې لپاره اړین ګامونه پورته کړي.