په کابل کې نېږدې ۳ زرو اړمنو کسانو سره مرسته وشوه
د وري په ۲۱مه نېټه په کابل کې ۲ زره او ۹۸۹ کسانو نغدي مرسته تر لاسه کړه.
پورته ذکر شوي کسان مخکې د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا په شپږمه او اتمه ناحیه کې اړمن پېژندل شوي وو، چې د وزارت د همکارې ادارې له خوا هر یو ته ۲۹۰۰ افغانۍ او د خوراکي توکو یوه کڅوړه ووېشل شوه.
د یو بل راپور له مخې، د وري میاشتې په ۲۱مه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ او کابل ښار ۲۲ ناحیه کې په ۲۴۷ راستنېدونکو کورنیو باندې د نغدي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې، چې۱۳۳ کورنیو ته د پخلنځي د لوښو یوه کڅوړه او یوه کمپله او ۱۱۴ نورو کورنیو ته ۶۴،۷۱۸ افغانۍ د وزارت د همکارو ادارو له خوا د اړمنو کورنیو له پېژندنې وروسته دغو کورنیو تر لاسه کړې.