په پاکستان کې نیول شوي نږدې ۲۰۰ افغان کډوال له بند خونو خوشې شول
د وري میاشتې په ۲۰ مه نیټه د پاکستان له بندخونو۱۹۲ افغان کډوال ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو په اساس دا کسان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي او له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې په بند خونو کې وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو مېنو ته ولېږدول شول.