د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه

sadam_morr
په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو، چې د افغانستان ګاونډو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اجباري وېستلو پروسه پیل شوې ده. سره له دې چې اسلامي امارت ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته په دې اړه خپل دریځ بار- بار روښانه کړی او ټينګار یې کړی، چې افغان کډوالو ته دې زمینه برابره او وخت دې ورکړل شي، چې په خپله خوښه او د افغانستان اسلامي امارت سره په تفاهم د یوه ګډ میکانیزم له لارې خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو له ټولو هڅو سره سره د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج پروسه پیل شوې.
دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په غیر قانوني ډول نیول کېږي او په زوره زندانونو ته، تر وړل کېدو وروسته اړ ایستل کېږي، چې افغانستان ته را ستانه شي.
په ډېرې خواشينۍ سره چې له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي، د هغوی شتمني لوټل کېږي او د کورونو اسباب ترېنه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه توقع لري، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلن پای ته ورسوي. هيڅوک نه باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه وکاروي.
موږ د پاکستان او ایران له اسلامي جمهوریتونو څخه غواړو، چې د کډوالو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي. له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین رعایت کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د اجباري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی دی، خو له هغوی سره د ګاونډیو هېوادونو ناوړه چلن د منلو او تحمل وړ نه دی. ټولو کډوالو ته دې اجازه ورکړل شي، چې خپله شتمني، مالونه او د کور اسباب له ځانه سره خپل هېواد ته را ولېږدوي.
له نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کوو، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او له هغوی سره دې په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ترسره کړي. باید اجازه ور نه کړل شي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال هغوی له ظلم، جبر او تاوتریخوالي سره مخ شي.
له افغان شتمنو او پانګوالو هم توقع لرو، چې د پخوا په څېر یو ځل بیا د خپل اسلامي او انساني احساس او ورورګلوۍ له مخې له افغان کډوالو سره مرستې وکړي. عام افغانان دې، په ورین تندي د خپلو کډوالو ورونو او خویندو هرکلی وکړي او هر څه چې په واک او وس کې لري، له هغوی دې نه سپموي.