په ننګرهار ولایت کې ۲۳۷ کورنیو روغتیايي بستې ترلاسه کړې
د کب په ۱۹مه نېټه په ننګرهار ولایت کې ۲۳۷ راستنېدونکو کورنیو ته روغتیايي کڅوړې ووېشل شوې.
ذکر شوې مرسته یوه روغتیايي کڅوړه وه چې۱۷ قلمه مختلف توکي پکې شامل وو چې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري د کورنیو له پېژندلو وروسته د یاد وزارت د یوې همکارې موسسې له خوا یادو کورنیو ترلاسه کړې.