په دایکندي ولایت کې له ۱۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
د روان کال د کب په ۲۳ مه نیټه په دایکندي ولایت له ۱۳۶ کورنیو سره د غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې شوې کورنۍ، چې مخکې په یاد ولایت کې سروې شوې وې، چې اوسمهال هرې کورنۍ ته د پخلنځي د وسایلو یوه کڅوړه، ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه او دوه دانې بوشکې د همکارو بنسټونو له لوري ورکړل شوې.