په سمنګان او جوزجان ولایتونو کې لسګونو کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړه
د سمنګان او جوزجان ولایتونو ۷۰ تنه بې ځایه شويو او بېرته راستانه شويو، د حوت میاشتې په ۲۳مه نېټه نغدي مرسته ترلاسه کړه.
یادو کسانو مخکې له دې د مالدارۍ، کیک پخولو او موبایل ترمیم مسلکي روزنه ترلاسه کړې وه، چې د یادې دورې تر پای ته رسېدو وروسته، د یادو ولایتونو لپاره د دې وزارت همکار بنسټ له خوا هغوی ته په دوو برخو کې ۳۶۴۰ افغانۍ او ۴۹۴۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.