کابل ښار کې څه باندې زر کورنيو ته مرسته ووېشل شوه

sadam_morr

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې له یو زر ۶۲۳ کورنیو سره وړمه ورځ د کابل د مهاجرينو رياست په هلو ځلو او د مهاجرینو چارو وزارت د همکار بنسټ په مالي همکارۍد ٢ زره ٩٠٠ افغانيو او د خوارځواکۍ د یوې کڅوړې مرسته وشوه.
دغه راز وړمه ورځ د کابل ښار په ۸، ۱۲ او ۱۳ ناحیو کې پر ۲ زره ۵۰۱ مستحقو کسانو نغدي مرسته ووېشل شوه.
هر یوه ته د مهاجرینو چارو وزارت د همکار بنسټ په مالي همکارۍ ۲زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه ورکړل شوه.