ننګرهار کې پر ۳ زره کسانو خوراکي توکي ووېشل شول
د ننګرهار ولایت د لالپورې ولسوالۍ د لالپورې په مېشتغالي کې وړمه ورځ له تورخم څخه ۳ زره بې ځایه شویو کسانو ته چمتو شوي خواړه ووېشل شول.
دغه مرسته د سرې میاشتې ادارې له لوري پر دغو کسانو ووېشل شوه.
باید وویل شي، چې د تورخم په فرضي کرښه کې د وروستیو نښتو له امله له تورخم څخه لالپورې ولسوالۍ ته سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي