جوزجان کې د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr

د هېواد په شمال زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس سره د جوزجان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس د وږي په ۱۴مه د همغږۍ ناسته وکړه.
د جوزجان د کډوالو رييس له راستنېدونکو کورنيو سره په دغه ولايت کې د يادې ادارې له مرستو مننه وکړه.
د شمال زون د کمېشنرۍ رییس هم د ښوونیزو مرکزونو د جوړولو، د غالیو پروسس او د سرپناه جوړولو په برخه کې د کډوالو چارو ریاست له همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.