د بادغیس ولایت د همېشنۍ مېشتېدنې کمېتې ناسته وشوه

sadam_morr

د بادغيس ولايت د مرستيال والي مولوي غلام محمد محمدي په مشرۍ د سکتوري ادارو د استازو په  شتون کې د همېشنۍ مېشتېدنې کمېټې راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو ته د سروې، د خېمو او جامو د وېش ناسته د کب پر دیارلسمه نېټه ترسره شوه.
د مهاجرینو چارو آمر مولوي نیک محمد خبیب ناستې ته د مهاجرینو چارو وزارت له لوري لیږل شوی لارښود تشریح کړ. تر بحث وروسته د مستحقینو د سروې په برخه کې له اړوندو ادارو څخه کمېټه وټاکل شوه او بیا د سروې په برخه کې اړینې پرېکړې وشوې.