پاکستان کې نږدې ۵۰ افغان کډوال له بنده خوشې شول
په پاکستان کې ۴۷ افغان کډوال د کب پر ۱۲مه نېټه له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ٤٥ ورځې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.