په پاکستان کې افغان مهاجرینو د معلوماتي تیکنالوژۍ پخواني رییس د فاتحې مراسم تر سره کړل

sadam_morr
په پېښور کې میشتو افغان مهاجرینو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ رییس مرحوم انجینر کبیر طلایي د فاتحې مراسم تر سره کړل او د هغه روح ته یې دعا وکړه. په یادو مراسمو کې د پېښور اتشه قاري نیازمحمد عارف هم ګډون درلوده او نوموړي د اروښاد خواخوږو او کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او نوموړي ته یې د جنت الفردوس غوښتنه وکړه. یاده دې وي، چې په ایران کې د مهاجرینو وزارت د مشهد اتشې هم د نوموړي په وفات ژوره خواشني څرګنده کړې ده.