بلخ کې د بیامېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه

د بلخ ولایت په مهاجرینو چارو ریاست کې د همکارو بنسټونو او سکتوري ادارو د استازو په شتون کې د دغه ولایت د بیامېشتېدنې ولایتي کمېټې نهمه ناسته د کب پر دولسمه نېټه ترسره شوه.
د بلخ د مهاجرینو چارو رییس مولوي اسدالله وفا مهاجرینو ته د مرستو وړاندې کولو له امله د همکارو بنسټونو له استازو مننه وکړه.
هغه د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د بشري مرستو یادونه وکړه او دغه راز د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري یې د دغو مرستو د دوام غوښتنه څرګنده کړه.
د ناستې ګډونوالو د خپلو راتلونکو پلانونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او د خپلې همکارۍ او مرستې ژمنه یې وکړه.