بلخ کې ۳۵ تنه له تخنیکي زدکړو څخه فارغ شول

sadam_morr
_
په بلخ ولایت کې ۳۵ تنه بېرته راستنېدونکي او بېځای شوي د کب پر اومه نېڼه تخنیکي زدکړو څخه فارغ شول.
په دې مناسبت په بلخ ولایت کې جوړ شوي پروګرام کې د بلخ ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي اسدالله وفا وویل: دغه کسان وړاندې له دې ریاست سره په همغږۍ معرفي شوي وو او څلور میاشتې د موبایل جوړولو او کیک پخولو په برخو کې د افغان پراختیایي موسسې په مرسته تخنیکي زدکړې ترلاسه کړې وې.
ښاغلي وفا له نورو همکارو موسسو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د بېځایه شویو او بېرته راستنېدونکو لپاره د کارموندنې په برخه کې همکاري وکړي.
د افغان پراختیایي موسسې استازي هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه موسسه تل هڅه کوي، چې په بیړنیو حالاتو کې مرستې راټولې کړي او په وخت سره یې تر ښاریانو ورسوي او د دې موسسې مرستې به په منظم ډول او د اسلامي امارت د چارواکو په څارنې سره دوام لري.