بغلان او سمنګان ولایتونو کې له ۹۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
ـ
په بغلان او سمنګان ولایتونو کې ۹۰ راستنو شویو او بې ځایه شویو ښځینه او نارینه وو ته د کب پر شپږمه نېټه نغدي مرسته او د شېدو وزې وویشل شوې.
دغو کسانو تر دې وړاندې د مالدارۍ او موبايلونو د جوړولو په برخو کې شپږ مياشتې تخنيکي او مسلکي زده کړې کړې وې او د وزارت د همکاری بنسټ له لوري ۴۰ تنو ښځینه وو ته یوه وزه له دوو سېرلیو او ۲۱ کیلو حیواني خوراکي توکو سره او ۳۵ تنو نارینه وو ته په دوو برخو کې ۱۰ زره ۱۰۰ او ۷ زره ۸۷۰ افغانۍ او ۱۵ نورو کسانو ته د موبایل جوړولو د کار وسایل ورکړل شول.