بغلان او جوزجان کې له سلګونه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

تېره ورځ بغلان او جوزجان کې له ۵۴۸ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې وې، له وړاندې د یادو ولایتونو کډوالو ریاستونو له لوري اړمنې پېژندل شوې وې.
په جوزجان ولایت کې ۲۲۱ کورنیو او بغلان ولایت کې ۳۲۷ کورنیو ته د دې وزارت همکارې بنسټ له لوري هرې کورنۍ ته په دوو برخو کې ۴۹ زره ۴۰۰ افغانۍ او ۲۴ زره ۷۰۰ افغانۍ د یادو ولایتونو کډوالو ریاستونو تر څارنې لاندې ورکړل شوې.