د کابل په مهاجرینو چارو ریاست کې د همغږۍ ناسته وشوه

د کابل ولایت په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست کې له همکارو موسسو سره د غوره همغږۍ د رامنځته کېدو په موخه د دغه ریاست رییس عبدالرحمن حبیب زي په مشرۍ د ملي او نړیوالو بنسټونو د استازو په شتون کې د کب پر څلورمه نېټه ناسته وشوه.
د مهاجرینو چارو رییس د راستنېدونکو او بېځایه شویو د ستونزو په اړه چې له دغه ریاست سره ثبتېږي معلومات وړاندې کړل او د موسسو له لوري یې د مستحقینو د دقیقې سروې غوښتنه وکړه.
هغه د هوکړه لیکونو پر پلي کولو او له مهاجرینو چارو ریاست سره په همغږۍ د همکارو بنسټونو د چارو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.
د اقتصاد وزارت سلاکار لعل محمد ولي زاده د موسسو د پروژو له پیل تر پای پورې د پېژندنې او کاري بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې ټولې موسسې دې له اړوند سکتور سره په همغږۍ کړنې ترسره کړي.
د موسسو او سکتورونو استازو د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړې او ناسته پای ته ورسېده.