تېره میاشت په ایران کې سلګونوافغانو مهاجرو کورنیو ته په خپله خوښه د راستنېدو زمینه برابره شوې ده
د ایران په تهران او زاهدان ښارونو کې د مهاجرینو د اتشو دفترونو د راپور له مخې، په تېره میاشت (سلواغې) کې، ۸۵۸ کورنیو ته، چې ۲ زره ۶۴۳ کډوال پکې شامل دي، د کوربه هیواد د بیرته ستنیدو په مرکزونو کې د وتلو لیکونه ورکړل شوي دي، ترڅو هیواد ته د دوی بیرته ستنیدو کې اسانتیا رامنځته کړي.
همدا ډول خپلو خپلوانو ته د لسو افغان مهاجرینو جسدونه او جنازې هیواد ته را انتقالې شوې او د کوربه هیواد مختلفو ادارو او نړیوالو بنسټونو ته ۵۲۱ لیکونه د افغان مهاجرینو د ستونزو د حلولو په موخه استول شوي؛ ترڅو د روغتیا په برخه کې د مهاجرینو ستونزې حل کړي، طبي مرستې چمتو کړي او هیواد ته لاړ شي.
په ورته موده کې، د اتشو دفترونو د کوربه هیواد د مهاجرت څانګې چارواکو سره غونډې درلودې او د دوی سره یې کار وکړ؛ ترڅو په مختلفو سکتورونو کې د مهاجرینو ستونزې حل کړي.