د پاکستان له بندخونو لسګونه تنه افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr
ـ
د پاکستان له بندخونو ۹۱ تنه افغان بندیان ازاد او د سلواغې پر ۲۹مه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۰ کورنۍ چې ۳۳ تنه وو او ۵۸ تنه نور چې د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله په پاکستان کې نیول شوي وو او د تورخم فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه کړل شول.
دغه کسان په سرحدي امریت کې تر نوملیکنې او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.