لغمان کې سلګونو کورنیو ته د نغدي مرستې وېش پیل شو

په لغمان ولایت کې ۸۰۵ کورنیو ته د سلواغې پر ۲۹ مه نېټه د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د نغدي مرستې وېش پیل شو.
په دغو کورنیو کې راستانه شوي، بېځایه شوي او اړمن شامل وو، چې وړاندې د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا په الینګار او قرغیو کې اړمنې پېژندل شوې وې او د وزارت د همکار بنسټ له لوري په درې برخو کې ۵۵۰، ۱۶۵، ۱۸۸ او ۶۳ ډالر د کور کرایې د ورکړې د تشنابونونو د جوړولو او سرپناوو د رغونې په موخه ورته په نظر کې نیول شوي دي، چې په څو راتلونکو ورځو کې به ورکړل شي.
د یو بل خبر له مخې په لغمان کې ۱۲۰ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته د سلواغې پر ۲۸ مه نغدي مرسته ووېشل شوه.
هرې کورنۍ ته ۱۴ زره ۶۲۲ افغانۍ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له لوري ورکړل شوې.