د پاکستان له بندخونو ۲۶ تنه افغان بندیان ازاد شول
د پاکستان له بندخونو ۲۶ تنه افغان بندیان ازاد او د سلواغې پر ۲۷ او ۲۸ نېټو خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو په نه درلودلو سره د پاکستان په مختلفو ښارونو کې نیول شوي وو، چې له ۲ تر ۳ میاشتو پورې بندیان وو او د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.