د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پولیسو له لورې له خپلو کورونو څخه د افغان مهاجرینو په زوره ایستلو په تړاو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه
د سلواغې په ۲۷ مه نېټه په کویټه او کچلاک سیمو کي د شپې ناوخته پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان مهاجرینو کورنۍ له خپلو مېنو څخه په زور ایستلې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.
په یادو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي، چې د بولدک له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي. دا په داسې حال کې چې پاکستاني حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان کډوالو پر وړاندې کړنې په تېرو دوو کلونو کې بار بار تکرار کړې او لاهم دوام لري. د افغانستان د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت، ورته کړنې غندي او له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې په هغه هیواد کې دې له افغان مهاجرینو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، څو په باعزته توګه خپل هېواد ته را ستانه شي.