په دایکندي کې د ځمکو د ویش کمیټې غونډه وکړه

sadam_morr
د سلواغې میاشتې په ۴ مه نیټه راستنېدونکو ته د ځمکو د ویش کمیټې درېیمه غونډه د دایکندي ولایت د ښار جوړونې رییس په مشرۍ تر سره شوه.
د مهاجرینو امریت سرپرست حسین الله صمیم د اړوندو ادارو له همکاري او هماهنګۍ او همدا ډول د راستنېدونکو او بېځایه شویو ته په چارو کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه مننه وکړه او د راستنېدونکو او بېځایه شویو ته د هر ډول مرستې په برخه کې یې د همکارۍ او روڼتیا باندې یې ټینګار وکړ.