د پاکستان له زندانونو ۶۳ افغان کډوال خوشې شول

sadam_morr
-
له پاکستان هېواد څخه د افغان مهاجرینو څلور کورنۍ چې ۱۵ تنه وو، له ۴۸ نورو بندیانو سره یوځای له بنده خوشې او د سلواغې پر ۲۴مه خپل هیواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریتونو د معلوماتو له مخې دغه کورنۍ او کسان د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او له ۲ تر ۶ ورځو پورې بندیان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته اولېږدول شول.