کابل کې تر ۴ زره زیاتو کسانو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr

کابل کې ۴ زره ۵۱۳ تنو سره د سلواغې پر شلمه نېټه نغدي مرسته وشوه.
دغه کسان مخکې په ۹، ۱۲ او ۱۴ ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو، چې د وزارت د همکار بنسټ له لوري ورسره د ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې کابل ښار کې ۶۶ بېځایه شویو کورنیو ته د سلواغې پر شلمه نېټه مرسته ووېشل شوه.
دغه کسان وړاندې په بېلابېلو ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو او د وزارت د یوې همکارې موسسې مرسته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړه ورکړل شوه