کابل کې ۴ زره ۵۳ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د سلواغې پر اولسمه او اتلسمه نېټه نغدي مرسته وشوه
دغه کسان مخکې په ۳ او ۸، ۱۰ او ۱۸ ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو، چې د وزارت د همکار بنسټ له لوري ورسره د ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې کابل ښار کې ۲۷۴ کورنیو ته د سلواغې پر ۱۸ نېټه مرسته ووېشل شوه.
دغه کسان په ۱۴ مه ناحیه کې اړمن پېژندل شوي وو او د وزارت د یوې همکارې موسسې ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته ورکړل شوه.