د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو له استازي سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
_
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي اندریکا راټوټه، سره وکتل.
په دې ناسته کې ښاغلي اندریکا راټواټه په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې دوی به له افغان کډوالو سره د پاکو اوبو، روغتیا، زده کړو او سرپناه په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، د ۱۷ ښارګوټو لپاره د ځمکو موافقه شوې، ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته پکې د استوګنې او ژوند زمینه برابره شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د ملګرو ملتونو له بشري مرستو څخه د مننې تر څنګ یې د تداوم غوښتننه وکړه. نوموړي په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي د درېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان کډوالو ته باید اسانتیاوې برابرې شي.
هغه په اجباري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر اندېښنه وښوده او ویې ویل، اجازه دې ورکړل شي چې افغان کډوال په دواطلب ډول هېواد ته را ستانه شي.
همدا راز، محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې هېواد ته راستانه شوي کډوال او بېځایه شوي کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او له مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې د هغوی د ځای پر ځای کېدو او سهولتونو د برابرولو لپاره دې بېړنۍ مرستې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته