د باغیس کډوالو امر په لوېدیځ زون کې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ له مسوولې سره ولیدل

sadam_morr
د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي نیک محمد خبیب د سلواغې په ۱۶ مه په لویدیځ زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشرې مېرمن عسل سره وکتل.
په دې لیدنه کې د راستنو شویو، داخلي بې ځایه شویو پر ستونزو، غورماچ ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکز پروژې او د دې ولایت په مرکز قلعه نو کې د سرپناوو او اوبو رسولو پروژو کارونه چې بشپړ شوې دي ډېر ژر به یې پرانېسته وشي، خبرې وشوې.
مېرمن عسل په تېر زیږدیز کال کې د یاد ولایت کډوالو امریت څخه له همکارۍ مننه وکړه او په راتلونکي کال کې یې د همکارۍ غوښتونکې شوه.