کابل کې یو زر ۷۲۲ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د سلواغې پر اتمه نېټه د نغدي پیسو او د خوارځواکۍ کڅوړو مرسته وشوه

sadam_morr

دغه کسان مخکې په ۲، ۵، ۶، ۸ او ۹ ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو، چې د وزارت د همکار بنسټ له لوري ورسره د ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې کابل ښار کې یو زر او ۷۱۵ مستحقو او اړمنو ته د سلواغې پر اتمه مرسته ووېشل شوه.
دغه کسان په ۵ او ۶ ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو او له وزارت سره د یوې همکارې موسسې له لوري ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته ورکړل شوه