په کابل ښار کې له زرو څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr


د دلوې میاشتې په ۶مه نېټه په کابل ښار کې ١٠١٤ مستحقو او بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ چې تر دې وړاندې د کابل ښار د ۱۳مې او ۱۹مې ناحیې په بېلابېلو برخو کې پېژندل شوې وې، د همکار بنسټ له خوا ورته ۲۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ مخنیوي یو بسته ورکړل شوه.
د بل راپور له مخې، د دلوې میاشتې په ۵مه او ۶مه نېټه د کابل ښار د ٢مې، ٣مې، ٥مې، ١٢مې، ۱٦مې او ١٩مې ناحیو په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۴۲ مستحقو او بې وزله کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادو کسانو ته د همکار بنسټ له خوا ۲۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ مخنیوي یو بسته ورکړل شوه