په کابل ښار کې له ۲ زرو څخه زیاتو خلکو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_
د سلواغې په ۲ مه نیټه په کابل کې ۲ زره او ۴۳۶ مستحقو او اړمنو کسانو ته نغدي مرسته وویشل شوه.
یاد شوي کسان مخکې د کابل ښار په ۱۴، ۶ او ۸ ناحیو کې پېژندل شوي وو، چې د همکارو بنسټونو له لوري هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته او یوه د خوارځواکۍ بسته پرې وویشل شوه.